کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی کې افغان پوځ عملیاتو په ترڅ کې طالبانو سیمه ایز ډلمشر عمری او ۱۵ تنو طالبانو وژل کیدنه

9 ثور 1397 ساعت 13:56

په غزنی ولایت کې د افغان چارواکو د بریدونو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته سخته مرګژبله اوښتي چی په دی بریدونو کې د طالبانو یو ډلمشر عمری او ۱۵ تنه نور وسله وال وژل شوی دی.



په سویل ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامو د غزني ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ د ګنج، زاړې قلعه، دهپیرګي، سیدانو قلعه، بر والي، لر والي او پکاول په سیمو کې د بدر په نوم د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترځ کې ۱۶ تنه وسله وال مخالفین وژلي او ۸ تنه نور ژوبل کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په وژل شوو کې د وسله والو طالبانو یو تن قوماندان د وردګو ولایت اوسیدونکی د عمري په نوم پیژندل شوی هم شامل دی.
د تندر قول اردو په وینا، د نوموړو عملیاتو په جریان کې افغان امنیتي او فاعي ځواکونو د وسله والو مخالفینو یو شمیر وسایط او مهمات هم له منځه وړي دي.
د دولت ضد وسله والې دلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 162739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162739/غزنی-کې-افغان-پوځ-عملیاتو-په-ترڅ-طالبانو-سیمه-ایز-ډلمشر-عمری-او-۱۵-تنو-وژل-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com