دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 162739
غزنی کې افغان پوځ عملیاتو په ترڅ کې طالبانو سیمه ایز ډلمشر عمری او ۱۵ تنو طالبانو وژل کیدنه
په غزنی ولایت کې د افغان چارواکو د بریدونو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته سخته مرګژبله اوښتي چی په دی بریدونو کې د طالبانو یو ډلمشر عمری او ۱۵ تنه نور وسله وال وژل شوی دی.

په سویل ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامو د غزني ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ د ګنج، زاړې قلعه، دهپیرګي، سیدانو قلعه، بر والي، لر والي او پکاول په سیمو کې د بدر په نوم د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترځ کې ۱۶ تنه وسله وال مخالفین وژلي او ۸ تنه نور ژوبل کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په وژل شوو کې د وسله والو طالبانو یو تن قوماندان د وردګو ولایت اوسیدونکی د عمري په نوم پیژندل شوی هم شامل دی.
د تندر قول اردو په وینا، د نوموړو عملیاتو په جریان کې افغان امنیتي او فاعي ځواکونو د وسله والو مخالفینو یو شمیر وسایط او مهمات هم له منځه وړي دي.
د دولت ضد وسله والې دلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcdsx0fnyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته