کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې خونړی بریدونه د پاکستان د ملي امنیت شورا د غونډې په اجنډا کې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 ثور 1397 ساعت 14:34

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي په مشری د ملي امنیت شورا غونډه پرون په اسلام کې جوړه شوه.


د راپورونو له مخې، په دغه غونډه کې د پاکستان جګپوړو چارواکو په ګډون لوړپوړي چارواکي برخه اخیستي وو او په ترڅ کې یې د کابل د وروستیو بریدونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د غونډې ګډونوالو په پلازمېنه کابل او د پاکستان په ځینو برخو کې وروستیو بریدونو په کتو د دواړو هېوادونو امنیتي حالاتو په اړه وغږید.
پاکستاني حکومتي او امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د غونډې په ترڅ کې د پاکستان په ختېځ او لویدیځ کې د پولو د امنیت په اړه هم خبرې وکړې.
پاکستاني چارواکو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د کابل په شش درک ښار کې د غبرګو ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ کسان د ۹ خبریالانو په ګډون ووژل شول او سلګونه نور ټپيان دي.


د مطلب کود: 162986

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162986/کابل-کې-خونړی-بریدونه-د-پاکستان-ملي-امنیت-شورا-غونډې-په-اجنډا

آوا
  https://www.avapress.com