کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حکمتیار د را خوشې شویو زندانیانو او طالبانو په اړه د جنرال عبدالرازق څرګندونې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 ثور 1397 ساعت 11:50

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ادعا کوي چې د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي را خوشې شوي زندانیان بېرته د طالبانو په لیکو کې وسله وال فعالیتونه پیل کړي دي.


نوموړی د سرنوشت له ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې د حزب اسلامي را خوشې شویو زندانیانو د فعالیتونو په اړه اسناد او شواهد وجود لري.
هغه دا هم ویلي، چې په کندهار ولایت کې وروستي ځانمرګي د حزب اسلامي پخواني زندانی له خوا ترسره شوې ده.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه د مدرسې زده کوونکي وژل شوي وو.
په همدې حال کې جنرال عبدالرازق وایي، د حزب اسلامي یو بل پخواني زندانی چې د طالبانو په لیکو کې په ترهګریزو بریدونو بوخت و، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.
د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي ګوند تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو په لیکو کې د حزب اسلامي د را خوشې شویو زندانیانو د کره شمېر په اړه هم معلومات په لاس کې نشته خو د کندهار امنیه قوماندان وایي دغه موضوع په کندهار کې د نامانیو لام شوې.


د مطلب کود: 163260

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163260/د-حکمتیار-خوشې-شویو-زندانیانو-او-طالبانو-په-اړه-جنرال-عبدالرازق-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com