دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 163260
د حکمتیار د را خوشې شویو زندانیانو او طالبانو په اړه د جنرال عبدالرازق څرګندونې
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ادعا کوي چې د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي را خوشې شوي زندانیان بېرته د طالبانو په لیکو کې وسله وال فعالیتونه پیل کړي دي.
نوموړی د سرنوشت له ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې د حزب اسلامي را خوشې شویو زندانیانو د فعالیتونو په اړه اسناد او شواهد وجود لري.
هغه دا هم ویلي، چې په کندهار ولایت کې وروستي ځانمرګي د حزب اسلامي پخواني زندانی له خوا ترسره شوې ده.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه د مدرسې زده کوونکي وژل شوي وو.
په همدې حال کې جنرال عبدالرازق وایي، د حزب اسلامي یو بل پخواني زندانی چې د طالبانو په لیکو کې په ترهګریزو بریدونو بوخت و، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.
د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي ګوند تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو په لیکو کې د حزب اسلامي د را خوشې شویو زندانیانو د کره شمېر په اړه هم معلومات په لاس کې نشته خو د کندهار امنیه قوماندان وایي دغه موضوع په کندهار کې د نامانیو لام شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9s0fzyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته