کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کنر کې داعش د درو تنو سرونه غوڅ کړي

19 ثور 1397 ساعت 11:58

کنر ولایت سیمه ایز چارواکې تاییدوی چی داعش پوری اړوند تروریستان، په دی ولایت کې د درو تنو سرونه غوڅ کړي دی.



د آوا په ګزارش سره، عبدالغنی مصمم؛ د کنر والی ویاند و بی بی سی ته وویل چی دا پیښه د شنبه په ورځ د ثور په ۱۴ نیټه ددی ولایت چوکی ولسوالی کې رامنځته شوی دی.
هغه وایی چی د هغه درو تنو څخه یو یی ملی ځواک یو سرتیری او دوه تنه نور یی غیری نظامی کسان وو.
کنر د هیواد په ختیځ کې د ناامنو ولایتونو څخه دی. داعش تروریستان په دی ولایت کې او همدارنګه ننګرهار کې پراخ حضور لری.
تیره اونۍ هم داعش په ننګرهار ولایت کې دری وړونه د دولت سره همکاری په تور وژلی او سرونه یی ورڅخه غوڅ کړي وو.
 


د مطلب کود: 163319

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163319/په-کنر-کې-داعش-د-درو-تنو-سرونه-غوڅ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com