کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنه: انتخابات د افغان سولې لپاره زمینه برابروي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 ثور 1397 ساعت 13:30

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وایي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د افغانستان د سولې لپاره زمینه برابروي.


 پیري میاودون پرون چهارشنبه په کابل کې خبري غونډې ته وویل:"دا انتخابات د سولې لپاره یو چانس برابروي. په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون به یاغیانو ته ډېر پیاوړی پیغام ورکړي چې د افغانستان خلک شخړو او افراطیت ته نه وایي."
د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره نوم‎لیکنه د حمل په ۲۵مه د ولایتونو په مرکزونو کې پیل شوې ده چې تر دې دمه نږدې ۱۳ لکه کسانو نوم لیکنه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې دا انتخابات د تلې په ۲۸مه وشي. 


د مطلب کود: 163388

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163388/اروپايي-ټولنه-انتخابات-د-افغان-سولې-لپاره-زمینه-برابروي

آوا
  https://www.avapress.com