دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 163388
اروپايي ټولنه: انتخابات د افغان سولې لپاره زمینه برابروي
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وایي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د افغانستان د سولې لپاره زمینه برابروي.
 پیري میاودون پرون چهارشنبه په کابل کې خبري غونډې ته وویل:"دا انتخابات د سولې لپاره یو چانس برابروي. په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون به یاغیانو ته ډېر پیاوړی پیغام ورکړي چې د افغانستان خلک شخړو او افراطیت ته نه وایي."
د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره نوم‎لیکنه د حمل په ۲۵مه د ولایتونو په مرکزونو کې پیل شوې ده چې تر دې دمه نږدې ۱۳ لکه کسانو نوم لیکنه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې دا انتخابات د تلې په ۲۸مه وشي. 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevx8zvjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته