کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غني او عباسي د هوکړې پر اساس د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوې موافقه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 ثور 1397 ساعت 9:29

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دد سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د څلورمې ناستې په ترڅ کې د شپږو کاري ګروپونو د کار د پیل په اړه موافقه شوې ده.


سرچینه زیاتوي، چې دغه ناسته پرون په اسلام آباد کې د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه چې په ترڅ کې د دواړو پلاوو مشري د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معینې تهمینه جنجوعه په غاړه درلوده.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هغو اوو اصولو په تعقیب چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د اوري په ۱۷مه نېټه کابل ته د پاکستان اسلامي جمهوریت صدراعظم شاهد خاقان عباسي د سفر په دوران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په لیدنې کې پرې هوکړه شوې وه، د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان دواړو پلاوو په نننۍ ناسته کې نهائی شوه.
په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې همداراز، د شپږو هغو کاري ګروپونو کارونه چې په دغه عمل پلان کې يي وړاندوینه شوې، پیل کيږي.
خبرپاڼه زیاتويو چې د افغانستان او پاکستان د عمل دغه پلان د دوه اړخیزې باور جوړونې چوکاټ پراخوي او په ټولو برخو کې دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لار هواروي. د عمل دغه پلان د دوه اړخیزو اندیښنو لپاره د حل لارې پیدا کولو یو میکانیزم دی.
د خبرپاڼې پر اساس، دواړه لورې موافقې دي چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان بشپړ او اغیزمن تطبیق د دواړو هېوادونو له ولسونو سره د ترهګرۍ له منځه وړلو، د سولې، ثبات، سوکالۍ او پرمختګ ته په رسیدلو کې مرسته کوي.


د مطلب کود: 163664

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163664/د-غني-او-عباسي-هوکړې-پر-اساس-افغانستان-پاکستان-ترمنځ-نوې-موافقه

آوا
  https://www.avapress.com