کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار ۱۴ ولسوالیو لپاره طالبانو نظامی مسؤول ووژل شو

5 جوزا 1397 ساعت 9:07

په ننګرهار کې ملی امنیت ځواکونه د یو ماموریت په ترڅ کې ګل محمد مشهور په سنګری چی طالبانو نظامی مسؤول ددی ولایت ۱۴ ولسوالیو لپاره وو، ووژله.



د ننګرهار والی دفتر په خبرپاڼه کې راغلی دی چی دا ماموریت تیره شپه د سواتی په سیمه کې سرخ رود ولسوالی کې صورت نیولی دی.
خبرپاڼه زیاته کړی ده چی د طالبانو دا مسؤول د جنګی تجهیزاتو او چاودیدونکې توکو نیولو لپاره یاد سیمی ته تللی وو ترڅو مهمات د تخریبی ماموریتونو لپاره جلال آباد ته ورسوی خو د ملی امنیت ځواکونو له لوری تعقیب او ووژل شو.
د ننګرهار والی دفتر ویلی دی چی په دی ماموریت کې د سنګری دوه تنه هملاری د ملی امنیت ځواکونو له لوری ژوندی نیول شوی دی.
 


د مطلب کود: 164227

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164227/ننګرهار-۱۴-ولسوالیو-لپاره-طالبانو-نظامی-مسؤول-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com