دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 164227
ننګرهار ۱۴ ولسوالیو لپاره طالبانو نظامی مسؤول ووژل شو
په ننګرهار کې ملی امنیت ځواکونه د یو ماموریت په ترڅ کې ګل محمد مشهور په سنګری چی طالبانو نظامی مسؤول ددی ولایت ۱۴ ولسوالیو لپاره وو، ووژله.

د ننګرهار والی دفتر په خبرپاڼه کې راغلی دی چی دا ماموریت تیره شپه د سواتی په سیمه کې سرخ رود ولسوالی کې صورت نیولی دی.
خبرپاڼه زیاته کړی ده چی د طالبانو دا مسؤول د جنګی تجهیزاتو او چاودیدونکې توکو نیولو لپاره یاد سیمی ته تللی وو ترڅو مهمات د تخریبی ماموریتونو لپاره جلال آباد ته ورسوی خو د ملی امنیت ځواکونو له لوری تعقیب او ووژل شو.
د ننګرهار والی دفتر ویلی دی چی په دی ماموریت کې د سنګری دوه تنه هملاری د ملی امنیت ځواکونو له لوری ژوندی نیول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchiknzq23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته