دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 218912
ننګرهار کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ‌ژوبله واړوله
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، نن سهار د دغه ولايت په مرکزي ښار جلال اباد کې چاودنې يو تن وواژه او درې نور يې ټپيان کړل.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، دغه چاودنه نن سهار لس بجې د جلال اباد ښار دوهمې ناحيې اړوند انګور باغ سيمه کې د ملي امنيت پر موټر شوې ده.
خوګيانى زياتوي، دغه پيښه کې د ملي امنيت يو سرتيرى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
د خوګياڼي په خبره، چاودنه د سړک غاړې ماين د چاودنې له کبله وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizvarrt1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته