دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 255172
ننګرهار کې د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور ۹ تنه نیول شوي
د ننګرهار چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت له لعلپورې ولسوالۍ څخه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور ۹ تنه نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امنیتی چارواکو په وینا، دغو کسانو غوښتل یو شمېر قیمتی ډبرې له هېواده بهر قاچاق کړی، چې له دغو قیمتی ډبرو سره یو هیلکس موټر یوځای نیول شوي.
 
افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او همدارنګه د ډیرو زیورونو سترې زیرمې لري، خو د اوږدو جګړو او پراخو ناامنیو له امله له دغو زیرمو څخه هیڅکله په معیاري ډول کار نه دی اخیستل شوی او تل د هیواد څخه بهر ته قاچاق شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchqmnii23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته