د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی چې افغانستان کې له دوه ميليونو نه زيات خلک د خوړو خوندیتوب له نشتوالي سره مخ دي
رپوټ: افغانستان کې له دوو میلیونو زیات خلک د خوړو خوندیتوب نه لري
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 جوزا 1397 ساعت 11:10
د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی چې افغانستان کې له دوه ميليونو نه زيات خلک د خوړو خوندیتوب له نشتوالي سره مخ دي
د ملګرو ملتونو سازمان د یوه رپوټ په ترڅ کې ویلي چې افغانستان کې له دوه میلیون زیات وګړي د خوړو خوندیتوب نشتون سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د یوه نوي رپوټ په ترڅ کې ویلي چې له دوه میلیونو زیات وګړي دغه هیواد کې د وچکالۍ تر اغیز راغلي او بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ افغانستان کې د وچکالۍ د جدي ګواښونو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له شلو زیات ولایتونه په ځانګړې توګه د دغه هیواد شمال او لویدیځ وچکالي ګواښي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو نه دی چې د نړیوالو بنسټونو د څيرنو پر بنسټ، څلور پنځوس سلنه وګړي یې د لوږې له کرښې لاندې ژوند کوي.
د مطلب کود: 164297