کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فاریاب په سقوط سره ۹ نور شمالی ولایتونه به هم سقوط وکړی

8 جوزا 1397 ساعت 12:52

د فاریاب ولایت نمایندګان په مجلس کې ددی ولایت امنیتی وضعیت ډیر اندیښمند وبلل او وویله چی د بی توجهي له لاسه به دا ولایت د وسله والو مخالفینو په لاس سقوط وکړی.



د آوا په ګزارش سره، نمایندګان خبرداری ورکړ چی د فاریاب ولایت سقوط سره به د څو نورو شمالی ولایتونو سقوط احتمال هم شته.
ګل محمد پهلوان، د فاریاب نماینده په مجلس کې وویل: همدا اوس ددی ولایت ۱۱ ولسوالی د مسلح مخالفینو تر محاصره لاندی دی.
هغه زیاته کړه: که څه هم په دی آواخرو کې د پوستو سقوط په دی ولایت کې ډیر شوی دی؛ خو دولت خپل بی توجهي ته ادامه ورکوی.
عبدالستار درزابی د فاریاب بل نماینده هم وویل چی د خوش تیپه ولسوالی او درزاب ولسوالی د ۱۳۸۹ کال څخه راهیسی په هیواد کې د تروریستی ډلو زده کړی سیمي او قرارګاه باندی بدل شوی دی.
درزابی وویل: د دولت بی توجهی د مخالفینو ټکولو په برخه کې ډیر پوښتنه منځته راوړونکې دی ځکه چی طالبان په دی ولسوالیو کې ډیر ځمکې لاندی سیمې جوړ کړی دی چی حتی بمباریو کې هم د هغوی له منځه وړلو امکان کموی.
هغه وویل چی که دولت خپل خبری باندی صادق وی نو باید د هیواد شمالی دروازه د تروریستانو د شتون څخه پاک شی.
د فاریاب نماینده وویل چی همدا اوس په دی ولایت کې ۶۴ ښوونځي د ناامنی له لاسه تړلی او ۳۶ زره زده کوونکې د زده کړی څخه محروم دی.
 
 
 


د مطلب کود: 164430

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164430/د-فاریاب-په-سقوط-سره-۹-نور-شمالی-ولایتونه-هم-وکړی

آوا
  https://www.avapress.com