کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل پوهنتون استاد موټر کې چاودیدونکي توکي کشف شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 جوزا 1397 ساعت 14:12

پولیس وایي د کابل پوهنتون د یوه استاد په موټر کې يې چاودیدونکي توکي کشف او شنډ کړي دي.


د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي ویلي چې د کابل پوهنتون امنیتي مسوولینو په وردي دروازه کې د یاد استاد په موټر ځای ځای شوي چاودیدونکي توکي کشف او شنډ کړي دي.
امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه چې دا توکي د کوم استاد په موټر کې ایښودل شوي و، څه نه دي ویلي، خو ځیني عیني شاهدان وایي دا مواد د ژورنالیزم پوهنځي د استاد احمد ضیا رفعت په موټر کې ایښودل شوي و.
دا په داسې حال کې دي چې کابل پوهنتون باندې څو ځلې د وسله والو مخالفینو له لوري د بریدونو د ګواښونو رپوټونه هم خپاره شوي دي.
د یادولو وړ ده چې احمد ضیا رفعت د ازاد نظر او شعرونو له امله له دې وړاندې د ځیني کسانو او بنسټونو له خوا له اسلام څخه په راګرځیدنې هم تورن شوی دی.


د مطلب کود: 164449

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164449/د-کابل-پوهنتون-استاد-موټر-کې-چاودیدونکي-توکي-کشف-شول

آوا
  https://www.avapress.com