کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار شاه ولی کوټ کې امنیتی ځواکونو عملیات کړي

9 جوزا 1397 ساعت 19:33

کندهار کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوی دی.



د کندهار د ملي امنیت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چې ياد وسله‌وال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې تېره شپه د شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ د کجور په سيمه کې وژل شوي دي.
سرچينه وایي، په دغو عملياتو کي ۸ شکمن کسان هم نيول شوي چې اوس ورڅخه پلټنې روانې دي.
په عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو د زيان يادونه نه‌ده شوې، خو د وسله‌والو طالبانو د نقليه وسايطو، وسلو او هستوګن‌ځايونو د تخريب ادعا شوې ده.
د دولت وسله‌والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 164541

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164541/کندهار-شاه-ولی-کوټ-کې-امنیتی-ځواکونو-عملیات-کړي

آوا
  https://www.avapress.com