کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داخله وزارت باندی انتحاری مهاجمانو برید د امریکایی نظامیانو زرهی وسایطو او اسلحو څخه په ګټه اخیستنه

10 جوزا 1397 ساعت 9:20

ځینی تصویرونه د داخلی وزارت ساختمان ته نږدی انتحاری برید سیمې څخه خپور شوی چی هغوی د امریکایی نظامیانو اسلحو او لباس او موټرو څخه ګټه اخیستی دی.



 
د آوا په ګزارش سره، نجیب دانش، د داخله وزارت ویاند تیره ورځ په یو خبری ناسته کې وویل چی انتحاری کوونکې، خپل موټرونه د بین المللی ځواکونو موټرونو په شان جوړ کړی وو.
دانش زیاته کړه چی انتحاری کوونکو شمیر ۸ تنه وو چی یو یی په لمړۍ قرارګاه کې ځانته چاودنه ورکړه او نور اووه تنه یی د امنیتی ځواکونو ډزو سره ووژل شو.
د پیښی په سیمه کې همدارنګه د داعش تروریستی ډلی یو بیرق هم پرځای پاته دی.
داعش تروریستی ډله ددی پیښی مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.
د امریکایی نظامیانو زرهی موټرونو او اسلحو او لباسو څخه ګټه اخیستنه د ډیرو خلګو لپاره پوښتنې رامنځته کړی دی. دا چی څنګه دا وسایل د داعشی تروریستانو اختیار کې قرار نیولی دی او کوم حلقات ددی پیښی ترشا قرار لری؟
دا په داسی حال کې دی چی امریکا ډیر ځلی د جریانونو او حتی د پخوانی ولسمشر له لوری د داعش څخه په ملاتړ تورن شوی دی.
 


د مطلب کود: 164556

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164556/داخله-وزارت-باندی-انتحاری-مهاجمانو-برید-د-امریکایی-نظامیانو-زرهی-وسایطو-او-اسلحو-څخه-په-ګټه-اخیستنه

آوا
  https://www.avapress.com