کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال نیکلسن: داخله وزارت باندی برید حقانی شبکې ترسره کړي

10 جوزا 1397 ساعت 9:37

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وایي چې په کابل کې پرونۍ حمله حقاني شبکې ترسره کړې ده.



د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت پر ودانۍ د چهارشنبې په ورځ په حمله کې اته برید کوونکي ووژل شول.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، په دې حمله کې شپږ پولیس ټپيان شوي دي.
داعش د دې حملې مسؤلیت ومانه، خو جنرال نیکلسن له کابله په واشنګټن کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې له ورته تاکتیک څخه پخوا هم حقاني شبکې استفاده کړې ده.
 


د مطلب کود: 164564

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164564/جنرال-نیکلسن-داخله-وزارت-باندی-برید-حقانی-شبکې-ترسره-کړي

آوا
  https://www.avapress.com