کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کومانډو ځواکونو د طالبانو له زندان څخه د مېرمنو په ګډون ۱۰۵ زندانیان خوشې کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 جوزا 1397 ساعت 9:52

په هلمند ولایت کې ځایي چارواکي وایي، افغان کمانډو ځواکونو کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه د پنځه مېرمنو په ګډون ۱۰۵ تنه زندانیان خوشې کړي.


د هلمند ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تېره شپه د اووم کنډک کمانډو ځواکونو د کجکي ولسوالۍ سور کارېز او دې بابا سیمو کې د وسله والو طالبانو پر زندانونو چاپې وهلې دي، چې په ترڅ کې يې د پنځو مېرمنو په ګډون ۱۰۵ تنه زندانیان د هغوی له بند څخه ازاد کړې دي، چې په راخوشې شویو کسانو کې تر ډېره سپین ږري او عمر خوړلي کسان هم شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې پدې عملیاتو کې د دښمن ۴ تنه وژل شوي او یو تن نیول شوی همدارنګه ۱۰ عرادې موټرسایکلونه، ۱۰ کړۍ بوشکيي ماینونه او ګڼ شمېر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 164565

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164565/کومانډو-ځواکونو-د-طالبانو-له-زندان-څخه-مېرمنو-په-ګډون-۱۰۵-زندانیان-خوشې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com