کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جنرال دوستم زوی باتور دوستم د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 جوزا 1397 ساعت 11:31

د ولمسشر لومړی مرستیال جنرال دوستم زوی باتور دوستم د وسله والو طالبانو له کمین څخه روغ وتلی دی.


په شمال جوزجان ولایت کې ځایي چارواکي وایي، پیښه پرون ناوخته د بلخ-جوزجان پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
باتور دوستم ته نژدې سرچینې تائید کړه، چې د طالبانو ډلمشر ملا جبار تر مشری لاندې وسله والو د اقچې ولسوالی په مربوطاتو کې د باتو دوستم د ګاډو پر قطار برید کړی.
سرچینې زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې   دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
د شبرغان ښار د ګارنیزیون مرستیال صمد رحماني تائید کړه چې د نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي او د یو شمېر وسلې امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د طالبانو په ګډون تر اوسه څه په دې اړه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.


د مطلب کود: 164756

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164756/د-جنرال-دوستم-زوی-باتور-وسله-والو-طالبانو-له-کمین-سره-مخ-شو

آوا
  https://www.avapress.com