کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هیڅ شخص بیله مجوزه زرهی وسایطو سره لیږد او رالیږد حق نه لری

17 جوزا 1397 ساعت 12:02

د داخلی چارو وزارت وایی چی ددی وروسته هیڅ شخص ددی حق نه لری چی زرهی وسایطو څخه بیله کوم مجوز ګټه واخلی.


 

 
د آوا په ګزارش سره، دا وزارت د یو اعلامیه په خپرولو سره ویلی دی چی ملی پولیس د امنیت تامین او اوسیدونکو اندیښنی رفع کولو لپاره په جدی توګه په کابل ښار کې ددا ډول وسایطو مخه نیسی.
ددی اعلامیه په اساس، زرهی وسایط چی جواز نه لری د پولیسو له لوری دریږی او ضبط کیږی او مالکین او متصرفین سره یی جدی او قانونی چلند کیږی.
د داخلی وزارت همدارنګه وایی چی هیڅ شخص د زرهی وسایطو جواز درلودونکې نه شی کولای نظامی تجهیزات لکه راکت انداز، لاسی بوم او نارنجک ولیږدوی.
دا په داسی حال کې دی چی د داخله وزارت باندی مهاجمانو بریدو وروسته د زرهی موترونو څخه په ګټه اخیستنې سره، محمد هاشم مهدوی، د کابل نماینده په مجلس کې وویل چی په حاضر حال کې د پنځو زرو څخه ډیر زرهی موټرونه بیله کوم پلیت په هیواد کې ګرځی چی باید مخه یی ونیول شی.
 


د مطلب کود: 164944

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164944/هیڅ-شخص-بیله-مجوزه-زرهی-وسایطو-سره-لیږد-او-رالیږد-حق-نه-لری

آوا
  https://www.avapress.com