کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب ولایت کې د امنیتی ځواکونو په عملیات کې د طالبانو یو جګپوړي ډلمشر وژل شوي

17 جوزا 1397 ساعت 12:04

د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالی کې وسله والو طالبانو یو جګپوړي ډلمشر د امنیتی ځواکونو په عملیات کې وژل شوی دی.



په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، د دولت ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی پوځي مسوول د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو دغه جګپوړي ډلمشر په فیروزي کلي کې له خپل ملګری سره یوځای وژل شوی.
د شاهین قول اردو په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو شپږ غړي ټپیان هم شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب ولایت په ګډون د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات دوام لري.
د شاهین قول اردو قوماندانی له دې وړاندې ویلي وو چې د وسله والو د ځپلو په موخه امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په شمالي ولایتونو کې د حصار پنځه په نوم نوې پوځي عملیات پیل کړی دی.
 


د مطلب کود: 164946

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164946/فاریاب-ولایت-کې-د-امنیتی-ځواکونو-په-عملیات-طالبانو-یو-جګپوړي-ډلمشر-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com