کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د پوځ د ویاند په پښتو کې ټویټونه او بحثونه

23 جوزا 1397 ساعت 9:12

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په لمړني ځل په پښتو ژبه کې ټویټ کړیدی او په ټولنیزو رسنیو پرې بیلا بیلې تبصرې شویدي.


جنرال اصف غفور په دغه ټویټ کې لیکلي چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې وه او زیاتوي چې پاکستان هیله لري په افغانستان کې د سولې لپاره د افغانستان او ناټو کوښښونه کامیابه شي.
د جنرال اصف غفور ټویټ چې تروسه شاوخوا څلور زرو کسانو خوښ او شریک کړیدی، په پښتو ژبه کې د دغه رسمي ټویټر نه لمړنی ټویټ دی.
د دی نه څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند د خپل شخصي ټویټر نه د افغانستان د کرکټ لوبډلې ته د بنگله دیش نه سیریز د گټلو مبارکي هم په پښتو کې ورکړي وه.


د مطلب کود: 165311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165311/د-پاکستان-پوځ-ویاند-په-پښتو-کې-ټویټونه-او-بحثونه

آوا
  https://www.avapress.com