کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پرون شپه په بادغیس ولایت کې د ملي اردو ۱۱ سرتیري د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جوزا 1397 ساعت 11:09

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پرون شپه په بادغیس ولایت کې د ملي اردو ۱۱ سرتیري د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.


دا خبره د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش نن چهارشنبې ازادي راډیو ته وکړه:
"تېره شپه که څه هم موږ په جدي توګه اوربند ته ژمن یو، خو طالبانو په بالامرغاب کې یو برید وکړ چې په کې زموږ ۱۱ سرتیري شهیدان شول او ۹ تنه نور سرتیري مو ټپیان شول."
که څه هم ښاغلی رادمنش دا تلفات دقیق بولي، خو تر دې مخکې د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ ازادي راډیو ته ویلي و چې د ملي اردو ۳۰ سرتیري د طالبانو په دغه برید کې وژل شوي دي.
ښاغلي بیګ وویل، ۱۰ سرتیري په دوو پوستو کې وژل شوي او بیا همدغو سرتېرو ته د کومکي پوځیانو انتقالوونکي دوه هاموې ټانکونه هم هدف ګرځیدلي چې په کې شل نور سرتیري وژل شوي دي.
افغان پوځیانو ته په بادغیس ولایت کې د مرګ ژوبلې د اوښتو دا راپور داسې وخت خپرېږي چې ولسمشر اشرف غني په طالبانو باندې د اوربند موده غځولې ده.
  


د مطلب کود: 165654

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165654/د-افغانستان-دفاع-وزارت-وايي-پرون-شپه-په-بادغیس-ولایت-کې-ملي-اردو-۱۱-سرتیري-وسله-والو-طالبانو-برید-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com