کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان لوري ته د نیول شویو سرتېرو د سپارلو په اړه د پاکستان پوځ ادعاوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 جوزا 1397 ساعت 13:30

د پاکستان پوځ ادعاوې کوي چې د پوځ اړوند د ملیشې ځواکونو له خوا نیول شوي افغان سرتېري افغان لوري ته سپارلي دي.


پاکستان پوځ د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د حیات الله او لطیف الله په نومونو دوه تنه افغان سرتېري د چمن په سرحدي سیمه کې افغان پولیسو ته تسلیم  کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا دوه افغان سرتېرې سهواً له کرښې د پاکستان لور ته پورې وتلي وو.
افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه معلومه نه ده چې دغه دوه کله د پاکستاني ملیشو له خوا نیول شوي وو.
پاکستان پوځ د نیول شویو افغان سرتېرو د سپارلو په اړه په داسې حال کې خبر ورکوي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د خوست په ځاځي میدان کې یې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د پاستان پوځ اړوند یو شمېر ملیشې ځواکونه وژل شوي وو او یو تن د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و.


د مطلب کود: 165705

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165705/افغان-لوري-ته-د-نیول-شویو-سرتېرو-سپارلو-په-اړه-پاکستان-پوځ-ادعاوې

آوا
  https://www.avapress.com