کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې د وسله والو غلو او پولیسو ترمنځ نښتې مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سرطان 1397 ساعت 10:25

په پلازمینې کابل ښار کې د وسله والو غلو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د وسله والو غلو او پولیس ترمنځ نښتې د کابل ښار د پنځه لسمې امنیتي حوزې به مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې پرون شنبه شاوخوا ۲:۳۰ بجې د پولیس ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو غلو او پولیسو ترمنځ نښتې شوې چې په ترڅ کې یو غل وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست په وینا، د نښتې په ترڅ کې دوه پولیس منسوبین هم ټپیان شوي دي.
امنیتي سرچینې وایي، یاد ډله د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې په وسله والو غلاوو بوخت وو.
د عملیاتو په پایله کې بېلا بېلې وسلې او یوه عراده موټر هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په همدې حال کې د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د یاد ډلې لس غړي څو موده وړاندې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و.


د مطلب کود: 165826

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165826/په-کابل-ښار-کې-د-وسله-والو-غلو-او-پولیسو-ترمنځ-نښتې-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com