دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 165826
په کابل ښار کې د وسله والو غلو او پولیسو ترمنځ نښتې مرګ ژوبله اړولې
په پلازمینې کابل ښار کې د وسله والو غلو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د وسله والو غلو او پولیس ترمنځ نښتې د کابل ښار د پنځه لسمې امنیتي حوزې به مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې پرون شنبه شاوخوا ۲:۳۰ بجې د پولیس ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو غلو او پولیسو ترمنځ نښتې شوې چې په ترڅ کې یو غل وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست په وینا، د نښتې په ترڅ کې دوه پولیس منسوبین هم ټپیان شوي دي.
امنیتي سرچینې وایي، یاد ډله د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې په وسله والو غلاوو بوخت وو.
د عملیاتو په پایله کې بېلا بېلې وسلې او یوه عراده موټر هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په همدې حال کې د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د یاد ډلې لس غړي څو موده وړاندې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxk0f9yt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته