کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پګواش نړیوال موسسه: طالبان هم شاید د اسلامی ګوند په شان سوله غوره کړي

4 سرطان 1397 ساعت 13:44

د پګواش نړیواله مؤسسه وايي، د سولې وروستیو هڅو ته په کتو داسې وړاندوینه کیدای چې طالبان هم ډېر ژر د حزب اسلامي په شان د سولې لار غوره کوي.



دا وخت د سولې لپاره د پګواش د نړیوالې مؤسسې مشران او د سولې پروسې د چټکتیا لپاره د متحده ایالاتو یو مرکچي ټیم په کابل کې دی چې د افغانستان د سولې پروسه له نېږدې وڅاري.
د پګواش د نړیوالې مؤسسې مطبوعاتي مسؤل محمد یوسف افتخار د خپلو لیدنو، کتنو او د سولې لپاره د وروستیو هلو ځلو په اړه وایی چې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره له بل هر وخت زیاتې هیلې پیدا شوي دي.
نوموړی وايي، د ګڼو اړخونو سره د لیدو کاتو او د دوی د نظرونو له اورېدو وروسته دا وړاندوینه کېدای شي چې طالبان ممکن د مهالوېش له مخې د امریکايي قواوو اوږدمهاله حضور هم ومني.
د پګواش نړیواله مؤسسه د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د افغانستان د سولې لپاره کار کوي او په‎دې لړ کې يې څو غونډې هم جوړې کړي دي.


د مطلب کود: 165902

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165902/پګواش-نړیوال-موسسه-طالبان-هم-شاید-د-اسلامی-ګوند-په-شان-سوله-غوره-کړي

آوا
  https://www.avapress.com