دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 165902
پګواش نړیوال موسسه: طالبان هم شاید د اسلامی ګوند په شان سوله غوره کړي
د پګواش نړیواله مؤسسه وايي، د سولې وروستیو هڅو ته په کتو داسې وړاندوینه کیدای چې طالبان هم ډېر ژر د حزب اسلامي په شان د سولې لار غوره کوي.

دا وخت د سولې لپاره د پګواش د نړیوالې مؤسسې مشران او د سولې پروسې د چټکتیا لپاره د متحده ایالاتو یو مرکچي ټیم په کابل کې دی چې د افغانستان د سولې پروسه له نېږدې وڅاري.
د پګواش د نړیوالې مؤسسې مطبوعاتي مسؤل محمد یوسف افتخار د خپلو لیدنو، کتنو او د سولې لپاره د وروستیو هلو ځلو په اړه وایی چې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره له بل هر وخت زیاتې هیلې پیدا شوي دي.
نوموړی وايي، د ګڼو اړخونو سره د لیدو کاتو او د دوی د نظرونو له اورېدو وروسته دا وړاندوینه کېدای شي چې طالبان ممکن د مهالوېش له مخې د امریکايي قواوو اوږدمهاله حضور هم ومني.
د پګواش نړیواله مؤسسه د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د افغانستان د سولې لپاره کار کوي او په‎دې لړ کې يې څو غونډې هم جوړې کړي دي.
https://avapress.com/vdciuwazrt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې