کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جلریز کې تراوسه هم ډیر پوستې د طالبانو تر تصرف لاندی دی

8 سرطان 1397 ساعت 8:55

په داسی حال کې چی میدان وردک ولایت امنیتی چارواکې ادعا کوی چی د جلریز ولسوالی ټولې پوستې د طالبانو تصرف څخه وتلي، خو د افغان غږ خبرنګار خپل سترګو حال د میدان وردک لویی لاری او جلریز ولسوالی څخه شکاره کوی چی حقیقت بل څه دی.


 
د آوا خبرنګار وایی: وروسته ددی چی ددی سیمو څخه تیریدم، په ډیرو پوستو کې طالبانو بیرقونه رپیدله او ځینی نور پوستی هم په کلی توګه خراب شوی وو.
تیره شنبه ورځ، غلام حسین ناصری، د میدان وردک خلګو نماینده د نمایندګانو په مجلس کې وویل چی د طالبانو تیری جمعی ورځی برید په لړکې د جلریز په ولسوالی کې، د نظم عامه پولیسو ۱۶ پوستې د ۶ ساعتونو په ترڅ کې طالبانو ته تسلیم شو. که څه هم د جلریز ولسوالی پولیسو قوماندی ځواکونه د سیمه ایزو ځواکونو مرستی سره د طالبانو برید ددی ولسوالی مرکز لوری ته شاته کړه، خو تراوسه هم ډیر پوستې د طالبانو تر لاس لاندی دی.
د آوا خبرنګار په وینا، طالبان په آزادانه توګه او بیله کوم بیری خه بامیان-کابل لویی لاری او څو امنیتی پوستو کې قدم وهی او د امنیتی ځواکونو څخه هیڅ اثر هم نه لیدل کیږی.
په دی حال کې، عبدالرحمن منګل؛ د میدان وردک والی ویاند، تیره ورځ آوا خبرنګار ته وویل چی تراوسه هم د جلریز په ولسوالی کې عملیات شروع او دوهمه لویه لاره چی طالبانو له لوری ماین فرش شوی وو، پاکسازی شوی دی.
هغه وویل چی څو پوستې چی سقوط ته نږدی وو هم پیاوړی شوی او څو نور پوستې هم ددی لاری په اوږدو کې اضافه شوی دی.
ښاغلی منګل د پوستو تخریب د طالبانو له لوری تاییدوی خو هغوی حضور په دی سیمه کې ردوی.
 


د مطلب کود: 166146

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166146/په-جلریز-کې-تراوسه-هم-ډیر-پوستې-د-طالبانو-تر-تصرف-لاندی-دی

آوا
  https://www.avapress.com