کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جلال آباد ښار کې ځانمرګي ۳۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 سرطان 1397 ساعت 19:13

سیبمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د پښتونستان په څلورلاري کې یو سوداګریز مارکیت ته نږدې ځانمرګی برید رامنځته شوی، چې په کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.


د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې د پېښې ډېري قربانیان عام وګړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس نجیب الله کامه وال ویلي، چې روغتونونو ته ۱۵ جسدونه  او ۲۰ ټپیان رالیږدول شوي دي.
ویل کیږي، چې  په وژل شويو کسانو کې میر سنګهـ  هم شته او دوه نور اهل هنود  هېوادوال ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار افغان ولسمشر غني د دغه ولایت جلال آباد ښار ته سفر کړی دی.


د مطلب کود: 166327

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166327/په-جلال-آباد-ښار-کې-ځانمرګي-۳۵-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com