دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 166327
په جلال آباد ښار کې ځانمرګي ۳۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
سیبمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د پښتونستان په څلورلاري کې یو سوداګریز مارکیت ته نږدې ځانمرګی برید رامنځته شوی، چې په کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې د پېښې ډېري قربانیان عام وګړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس نجیب الله کامه وال ویلي، چې روغتونونو ته ۱۵ جسدونه  او ۲۰ ټپیان رالیږدول شوي دي.
ویل کیږي، چې  په وژل شويو کسانو کې میر سنګهـ  هم شته او دوه نور اهل هنود  هېوادوال ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار افغان ولسمشر غني د دغه ولایت جلال آباد ښار ته سفر کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauin6049nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته