د اسلامي هېوادونو سازمان د نړۍ د ۳۳ اسلامي هېوادونو ۱۲۰ دیني عالمان او مفتیان سعودي ته وربللي چې افغانستان کې د سولې په راوستلو بحث او غور وکړي.
اسلامي نړۍ په افغانستان کې د جګړې پر "مشروعیت" غور کوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سرطان 1397 ساعت 9:21
د اسلامي هېوادونو سازمان د نړۍ د ۳۳ اسلامي هېوادونو ۱۲۰ دیني عالمان او مفتیان سعودي ته وربللي چې افغانستان کې د سولې په راوستلو بحث او غور وکړي.
سعودي عربستان د "نړیوالو علماوو کنفرانس" کوربه دی، چي د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو ( جولاۍ ۱۰-۱۱) په جده او حرم کې به کیږي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي وایي چې غونډې ته د سعودي، مصر، پاکستان، ترکیه، اردن، هند او نورو اسلامي هېوادونو مفتیان او دیني عالمان وربلل شوي دي. په پاکستاني پلاوي کې مولانا تقی عثماني او مولانا محمود خان شیراني هم شته.
د سولې د عالي شورا یو غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل "هیله مند یو چې د اسلامي نړۍ عالمان او مفتیان په افغانستان کې د طالبانو د روان جنګ د مشروعیت او نه مشروعیت او افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو په اړه بحثونه وکړي. په اصل کې دا غونډه د طالبانو د جنګ مشروعیت ننګوي".
نهه دېرش افغان دیني عالمان هم په دغه کنفرانس کې برخه اخلي. دوی د کابل د شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمانو هغه فتوا هم د غونډې ګډونوالو ته سپاري چې "په افغانستان کې یې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه نامشروع ګڼلي او له طالبانو یې غوښتي چې سوله وکړي".
د مطلب کود: 166843