کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کې عالمان د ولسمشر غنی اقدام څخه د زورواکو د نیولو لپاره ملاتړ وکړ

20 سرطان 1397 ساعت 19:00

په کونړ کې دیني عالمانو نن چهارشنبه د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر غني له‌خوا د زورواکو د زور کمولو او د هغوی د نیولو اقدام وستایه او ملاتړ يې وکړ.



د کونړ د دیني عالمانو شورا غړي مولوي نجیب‌الله حقیار د غونډې برخه‌والو ته وویل چې له ولسمشره‌يې څو څو ځله غوښتي چې باید په دولت کې د دننه زورواکو او قانون ماتوونکو خلاف دې اقدامات وکړي او نن‌يې چې څو تنه زورواکي او د ځمکو غاصبین نیولي، دوی او د کونړ ولسونه‌يې ملاتړ کوي.
دیني عالمان وايي، د دولت له وسله‌والو مخالفینو په دولت کې دننه زورواکي د حکومت لپاره ډېر خطرناک دي او که چېرته د دغو کسانو زور اوبه شي، نو په هېواد کې امنیت ټینګېدای شي او د پرمختګ لپاره ښې زمینې برابرېدای شي.
دوی وایي، دوی ته ټول زورواکي او قانون ماتوونکي یو شان دي او باید چې یو ډول پرې قانون پلی شي.


د مطلب کود: 166970

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166970/کونړ-کې-عالمان-د-ولسمشر-غنی-اقدام-څخه-زورواکو-نیولو-لپاره-ملاتړ-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com