کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو بیا ننګرهار کې یو ښوونځی سوزولی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سرطان 1397 ساعت 10:38

ناپیژاندو وسله والو یو ځل بیا د ننګرهار په بټي کوټ ولسولۍ کې یوه ښوونځي ته اور ورته کړی دی.


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي چې د بټي کوټ ولسوالۍ په ګړباوې سیمه کې نا څرګندو وسله والو تېره شپه د کپتان بابا په نوم یو منځنی ښوونځی چې شاوخوا اته سوو زده کوونکو په کې زده کړې کولې، په بشپړ ډول سوزولی دی.
د هلکانو په یاد منځني ښوونځي کې تدریسي او اداري کتابونه او اسناد هم سوزول شوي دي.
افغانستان کې د ښوونځيو، پوهتونونو او نورو عامه ځایونو ورانول کومه نوې خبره نه ده او هره ورځ ترې د ورته پيښو رپوټونه خپریږي.


د مطلب کود: 167140

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167140/وسله-والو-بیا-ننګرهار-کې-یو-ښوونځی-سوزولی

آوا
  https://www.avapress.com