کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې یو ځانمرګي بریدګر د پولیسو له خوا ونیول شو

26 سرطان 1397 ساعت 10:18

راپورونه وایی، د کابل په شهرنو کې یو ځانمرګی بریدګرغوښتل ‎د ملي جنش د ګوند غړو او پلویانو باندی چې د قیصاري خوشې کېدو په موخه یې لاریون کړی دی برید وکړي.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کابل په شهرنو سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې د پولیسو له خوا په نښه شو.
د کابل امنیتي چارواکي په دی اړه څرګندوی، چې بریدګر غوښتل د کابل نوي ښار ته ځان ورسوي او د ملي جنش د ګوند غړو او پلویانو چې د قیصاري خوشې کېدو په موخه یې لاریون کړی دی برید وکړي.
هغوی زیاتوی، چې بریدګر خپلې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا وپېژندل شو او پرې ډزې وشوې.
ویل کیږی، چې په دغه پيښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.


د مطلب کود: 167283

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167283/کابل-کې-یو-ځانمرګي-بریدګر-د-پولیسو-له-خوا-ونیول-شو

آوا
  https://www.avapress.com