دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 167283
کابل کې یو ځانمرګي بریدګر د پولیسو له خوا ونیول شو
راپورونه وایی، د کابل په شهرنو کې یو ځانمرګی بریدګرغوښتل ‎د ملي جنش د ګوند غړو او پلویانو باندی چې د قیصاري خوشې کېدو په موخه یې لاریون کړی دی برید وکړي.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کابل په شهرنو سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې د پولیسو له خوا په نښه شو.
د کابل امنیتي چارواکي په دی اړه څرګندوی، چې بریدګر غوښتل د کابل نوي ښار ته ځان ورسوي او د ملي جنش د ګوند غړو او پلویانو چې د قیصاري خوشې کېدو په موخه یې لاریون کړی دی برید وکړي.
هغوی زیاتوی، چې بریدګر خپلې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا وپېژندل شو او پرې ډزې وشوې.
ویل کیږی، چې په دغه پيښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
https://avapress.com/vdcc4mqs12bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته