کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کې طالبانو ۲۲ تنه غړۍ وژل شوی او ټپیان شوی دی

28 سرطان 1397 ساعت 13:36

په فراه کې امنیتی چارواکې خبر ورکوی چی ددی ولایت بالابلوک ولسوالی دارستان کلۍ کې ۲۲ تنه طالبان وژل شوی او ټپیان شوی دی.


 
محب الله محب؛ د فراه پولیسو قوماندانی ویاند و آوا ته وویل چی تیره شپه نږدی ۱۱:۳۰ بجی، طالبان د دارستان په کلۍ کې د نظام عامه پر پوستو باندی د برید قصد درلود چی د هوایی قواوو تر برید لاندی راغلل.
هغه وویل چی ددی وایی برید په ترڅ کې، ۹ تنه د هغوی څخه وژل شوی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه یو هاموی موتر چی مخکې طالبانو په لاس لویدلی وو، له منځه یوړل شو. د طالبانو یو هاموی موتر هم د سرتیرو لاس ته لویدلی دی.
په دی نښتو کې د نظم عامه دوه تنه سرتیری په سطحی توګه ټپیان شوی دی.
 
 
 


د مطلب کود: 167405

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167405/په-فراه-کې-طالبانو-۲۲-تنه-غړۍ-وژل-شوی-او-ټپیان-دی

آوا
  https://www.avapress.com