کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی کې د طالبانو بریدونو کمیدنه؛ نوی تاکتیک یا د امنیتی ځواکونو هوایی بریدونو ډیریدنه

29 سرطان 1397 ساعت 11:02

په غزنی کې امنیتی چارواکې په دی ولایت کی د طالبانو د بریدونو کمیدو څخه خبر ورکوی.



د آوا په ګزارش سره، رممضان محسنی؛ د غزنی پولیسو قوماندانی امنیت آمر د آوا خبرنګار سره په ټلیفونی اړیکه کې نن پنجشنبه د سرطان ۲۸ نیټه وویل: د دوو درو ورځو راهیسی د غزنی مرکز او ولسوالیو امنیتی پوستو باندی طالبان کوم جدی برید نه دی کړی او د طالبانو بریدونه کم شوي.
محسنی وویل: د طالبانو څو کلیدی کسانو له منځه تلنه او د افغان امنیتی ځواکونو بریدونو ډیریدونه ددی لامل شوی چی د غزنی مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه کم شی.
په همدی حال کې، علی اکبر قاسمی؛ د غزنی خلګو نماینده په پارلمان کې د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل، د طالبانو بریدونو کمیدنه ددی ډلې کمزوری کیدنه نه بلکه ددی ډلې نوی نقشه بولی.
د هغه په وینا، طالبان اوس په غزنی کې ډیر فعال او پیاوړۍ دی او ددی ولایت ډیری برخی په کنترول کې لری او په غزنی کې کوم خاص نظامی عملیات دوام نه لری.
 


د مطلب کود: 167436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167436/په-غزنی-کې-د-طالبانو-بریدونو-کمیدنه-نوی-تاکتیک-یا-امنیتی-ځواکونو-هوایی-ډیریدنه

آوا
  https://www.avapress.com