کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جوزجان کې ۱۱ تنه داعشیان و افغان ځواکونو ته تسلیم شوي

31 سرطان 1397 ساعت 14:13

په شمال جوزجان ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو ۱۱ غړي افغان پوځ ته تسلیم شوي.



د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوالی په جرقدوق کلي کې ۱۱ داعش وسله وال افغان پوځ ته تسلیم شوي.
سرچینه زیاتوي، چې یادو وسله والو ۵ وسلې او موټرسایکلونه هم افغان پوځ ته سپارلي دي.
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د جوزجان  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو اوونیو راهیسې د جوزجان ولایت په ځینو برخو کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې هم روانې دي.
 


د مطلب کود: 167543

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167543/جوزجان-کې-۱۱-تنه-داعشیان-افغان-ځواکونو-ته-تسلیم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com