کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان کې سختې ګرمۍ۳۰ کسان وژلي، ۱۲ زره تنه يې روغتونونو ته لېږلي

1 اسد 1397 ساعت 0:30

جاپان کې شدیدې ګرمۍ لږ تر لږه ۳۰ تنه وژلي او ۱۲ زره تنه یې له امله روغتونونو ته لېږدول شوي دي.





د يکشبنې په ورځ د جاپان په ګڼو ښارونو کې د تودوخې درجه ۴۰ ته رسېدله.

له دوو اونیو راهیسې جاپان کې تونده ګرمي پر خپل حال پاته ده.

له اورونو او ناورينونو سره د مبارزې ادارې ویلي، د جولای تر نیمايي پورې ۹۹۰۰ تنه د ګرمۍ وهلو له امله روغتونونو ته انتقال شوي او ۲۷۰۰ تنه نور تېره اونۍ روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

جاپاني چارواکو له خلکو غوښتي چې په زیاته اندازه اوبه وڅښي او د هوا يخونې له سيسټمونو څخه په استفادې د ګرمۍ له اغېزو ځانونه وساتي.

جاپان کې د ګرمۍ تر څپې وړاندې موسمي اورښتونو او سېلابونو لسګونه تنه ووژل او نژدې دوه ميلیونه کسان يې له خپلو کورونو بې ځایه کړل.


د مطلب کود: 167583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167583/جاپان-کې-سختې-ګرمۍ۳۰-کسان-وژلي-۱۲-زره-تنه-يې-روغتونونو-ته-لېږلي

آوا
  https://www.avapress.com