کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې توغندی بریدونه نږدی دری ملکی کسان ټپیان کړي

2 اسد 1397 ساعت 21:52

د کابل ښار پر پنځې امنیتي حوزې اړوند افشار سیمه کې توغندیز برید لږ تر لږه درې ملکي وګړي ټپیان کړي دي.



د کابل د امنیې قوماندانی چارواکي وایي د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په افشار سیمه کې پر یوه کور د توغندی د لګېدو له امله لږ تر لږه درې تنه ټپیان شوي.
د کابل د امنیې قوماندانی ویاند حشمت ستانکزي وایي د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په افشار سیمه کې د درې توغندي لګېدلي چې په ترڅ کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي.
په همدې حال کې عیني شاهدان وایي تر اوسه شپږ توغندي په سیمه کې لګېدلي او په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ کسان ټپيان شوي.
 


د مطلب کود: 167680

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167680/کابل-کې-توغندی-بریدونه-نږدی-دری-ملکی-کسان-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com