د کابل د امنیې قوماندانی چارواکي وایي د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په افشار سیمه کې پر یوه کور د توغندی د لګېدو له امله لږ تر لږه درې تنه ټپیان شوي.
د کابل د امنیې قوماندانی ویاند حشمت ستانکزي وایي د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په افشار سیمه کې د درې توغندي لګېدلي چې په ترڅ کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي.
په همدې حال کې عیني شاهدان وایي تر اوسه شپږ توغندي په سیمه کې لګېدلي او په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ کسان ټپيان شوي.