کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی کې د یو دینی مدرسه څخه د ۳۶ تنو طالبانو نیول کیدنه

3 اسد 1397 ساعت 12:48

غزنی سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی په یو خاص عملیات کې د ندر په ولسوالی کې د یو دینی مدرسی څخه ۳۶ تنه طالبان نیولی دی.



د آوا په ګزارش سره، عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند، نن سهار چهارشنبه(۳ اسد) د آوا خبرنګار سره په تلیفونی اړیکه کې وویل: ملی امنیت خاص قطعه ځواک تیره شپه د اندر په ولسوالی کې د نورالمدارس په نامه یو مدرسه کې عملیات ترسره کړي چی په ترڅ کې ۳۶ تنه طالبان نیولی دی.
نوری زیاته کړه چی په دی عملیات کې ۴ تنه طالبان وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
د غزین والی ویاند په وینا، ددی عملیات په ترڅ کې دری عرادی موټر او طالبانو مهماتو یو انبار له منځه وړل شوی دی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
د یادولو وړ دی چی په دی آخرو کې د طالبانو بریدونه او فعالیتونه د غزنی په ولسوالیو او مرکز کې ډیر شوي او ټوله شپی ولسوالی او امنیتی پوستی تر برید لاندی راوړی.
 


د مطلب کود: 167711

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167711/په-غزنی-کې-د-یو-دینی-مدرسه-څخه-۳۶-تنو-طالبانو-نیول-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com