د افغانستان عامه روغتیا وزیر معین وویل: د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی نه یواځی بشری حقوق تخطی ده؛ بلکه یو صحی مشکل هم دی.
د عامه روغتیا وزارت معین:
د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی بشرحقوق نقض سربیره، یو صحی مشکل هم دی
4 اسد 1397 ساعت 13:12
د افغانستان عامه روغتیا وزیر معین وویل: د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی نه یواځی بشری حقوق تخطی ده؛ بلکه یو صحی مشکل هم دی.
د آوا په ګزارش سره، احمد جان نعیم د عامه روغتیا وزارت پلان او پالیسی معین د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی مسئله ته ځواب ورکولو او ښځو روان او صحت باندی اغیزو په اړه وویل: د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی نه یواځی داچی یو بشری حقوق تخطی ده؛ بلکه یو صحی مشکل دی.
هغه زیاته کړه: تاوتریخوالی خپله د ښځو فیزیکی، روانی، جنسی او باروری صحی مشکلاتو لامل کیږی.
دا معین وویل: دا وزارت جندر پور یاړوند تاوتریخوالی واقعیتونو ته رسیدګی لپاره تراوسه ۲۲۹۵۷ پیښی د ښځو روانی، فیزیکی، جنسی تیری، آزار او جنسی اذیت، اجباری ازدواج په برخه کې ثبت کړی دی.
په همدی برخه کې آغلی سپوژمی وردک؛ د ښځو وزارت پالیسی معینه، د عامه روغتیا وزارت ددی وزارت سره د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی مبارزی لپاره یو ښه همکار وبلله او وویله: د خلګو پوهی سطحه لوړول اسلامی قوانینو ته په کتو سره د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی کمولو په برخه کې مهم دی.
د یادولو وړ دی چی دا وزارت تراوسه ۲۴ کورنی حمایوی مرکزونه په ۲۲ ولایتونو کې د ښځو مشکلاتو ته رسیدګی لپاره رامنځته کړی دی.
د مطلب کود: 167773