کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا کې د ۲۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 اسد 1397 ساعت 10:35

د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د دوهمې برخې ۱۱ کیلومټره عمومي سړک د اساسي جوړولو چارې نن سې شنبې رسماً پیل شوې چې ټول ټال ۲۵۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.


په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د ولایتي شورا استازو، د نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو، قومي مخورو او ځوانانو برخه اخېستې وه.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل:
"د پکتیکا د جاني خېلو ولسوالۍ عمومي سړک د لومړۍ برخې لس کیلو مټره کار له وړاندې پیل شوی وو او په خبره یې نن یې د دوهمې یوولس کیلومټره برخې کار هم رسما پیل شو."
د ده په خبره، له زرغون ښار څخه تر وازیخوا ولسوالۍ پورې د سړک جوړېدو سره به یې د سیمه والو ګڼې ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې د دغه سړک په اوږدو کې ۲۷ کوچني پلچکونه او اتیا مټره اوږد پل هم راځي چې چارې به یې د ۱۷ میاشتو په موده کې په اساسي ډول پای ته ورسېږي.
 


د مطلب کود: 168145

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168145/پکتیکا-کې-د-۲۵۲-میلیونه-افغانیو-په-ارزښت-سړک-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com