کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاپیسا کې بهرنیو ځواکونو هوایی برید کې شپږ تنه طالبانو وژل کیدنه

10 اسد 1397 ساعت 12:38

د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې بهرنیو پوځیانو هوايي برید کړی چې شپږ طالب وسله‌وال‌یې وژلي دي.


 د کاپيسا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد حکیم عظیمي په دی اړه وویل، بهرنیو پوځیانو تېره شپه ناوخته د طالبانو یو موټر هغه وخت په نښه کړ چې د نجراب ولسوالۍ پچغان درې ته په لار و او شپږ تنه‌یې په‌کې ووژل.
د کاپيسا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ښاغلی عظیمي زیاتوي چې په وژل شویو طالبانو کې د نجراب ولسوالۍ لپاره د دې ډلې پوځي مسؤل قاري ادریس هم شامل دی.
وسله‌والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.


د مطلب کود: 168163

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168163/کاپیسا-کې-بهرنیو-ځواکونو-هوایی-برید-شپږ-تنه-طالبانو-وژل-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com