دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 168163
کاپیسا کې بهرنیو ځواکونو هوایی برید کې شپږ تنه طالبانو وژل کیدنه
د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې بهرنیو پوځیانو هوايي برید کړی چې شپږ طالب وسله‌وال‌یې وژلي دي.
 د کاپيسا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد حکیم عظیمي په دی اړه وویل، بهرنیو پوځیانو تېره شپه ناوخته د طالبانو یو موټر هغه وخت په نښه کړ چې د نجراب ولسوالۍ پچغان درې ته په لار و او شپږ تنه‌یې په‌کې ووژل.
د کاپيسا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ښاغلی عظیمي زیاتوي چې په وژل شویو طالبانو کې د نجراب ولسوالۍ لپاره د دې ډلې پوځي مسؤل قاري ادریس هم شامل دی.
وسله‌والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.
https://avapress.com/vdcaian6e49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته