دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۵۹
د مطلب کود : 169217
شمال کې طالبانو نظامی مسؤول مولوی مطیع الله په ګډون ۱۰۲ وسله والو مخالفینو وژل کیدنه
په شمال کې د افغان پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو ادعا کوي چې د د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسئول مولوي مطیع الله په ګډون ۱۰۲ وسله وال مخالفین د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي.

شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو ترمنځ په حمام چشمه سیمه کې د درېیو هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۰۲ وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسئول مولوي مطیع الله، مولوي عبدالباقي مشهور په عمر، قوماندان شیرزاد او مولوي جبار مشهور په بلال هم شامل دي.
د شاهین قول اردو په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې ۶ هاموي ټانکونه، ۶۴ موټرسایکلونه، ۵ فلانکوچ موټرونه، او درې سراچه ډوله موټرونه هم لمنځه تللي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې وسله وال مخالفین د فاریاب له بلچراغ ولسوالی څخه د ګرزیوان ولسوالی په لور روان وو چې تر هوایي برید لاندې راغلل.
فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فاریاب  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcb89b8zrhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته